د خوړو او درملو ملي ادارې د خوراکي توکو د کیفیت د تضمین او خوندیتوب او له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې او پلټنې ریاستونو لپاره نوی رییسان معرفي شول

press_admin
Wed, May 08 2024 8:58 AM
معرفی

د خوړو او درملو ملي ادارې د خوراکي توکو د کیفیت د تضمین او خوندیتوب او له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې او پلټنې ریاستونو لپاره نوی رییسان معرفي شول؛
۲۸/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د رهبرۍ د لزوم دید او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس ښاغلي حافظ دوست محمد د یادې ادارې د خوړو د کیفیت د تضمین او خوندیتوب د نوی رییس په توګه، همداراز ښاغلي حافظ صبغت الله "بریالی" د یادې ادارې له درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې او پلټنې د رییس په توګه نن سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۲۸ نیټه د خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" او د درملو او روغتیايي محصولاتو معین حاجي صاحب رحمت الله "رؤفي" له لوري د ادارې د یو شمیر نورو برخو رییسانو په شتون کې د یادې ادارې کارکوونو معرفي شول.
په دغې معرفت ناسته کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست یاد کسان په کاره پوه او د ورکړل شوې دندې لپاره وړ اشخاص وبلل او د مبارکۍ ترڅنګ یې په چارو کې ورته د بریا هیله څرګنده کړه.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS