د خوړو او درملو معین د علمي کمپلس فارما تولیدی کارخونې څخه لیدنه وکړ

press_admin
Wed, Jul 17 2024 8:12 AM
کابل

د خوړو او درملو معین د علمي کمپلس فارما تولیدی کارخونې څخه لیدنه وکړ؛
۱۴۴۶/۱/۱۰ هـ ق
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکتر صاحب عبدالباري عمر پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۱۰ نیټه د علمي کمپلس فارما د درمل جوړولو تولیدی فابریکې څخه لیدنه ترسه کړه.
په دغې لیدنه کې ډاکتر صاحب عبدالباري عمر د یاد فابریکې له مختلفو څانګو څخه لیدنه وکړه او د یاد فابریکې مسؤولینو ته یې د لا معیاري کیدو په موخه اړینې او لازمې سپارښتنې وکړی. ښاغلي عمر وویل چې له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ زمونږ له لومړیتوبونو څخه دي.
په ورته وخت کې د یاد فابریکې مسؤولینو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین له ورتګ څخه خوښي څرګنده کړل او د ورکړل شویو لارښوونو او توصیو د پوره عملي کولو ډاډ یې ورکړ.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS