د خوړو او درملو معین د درملو داخلي تولیداتو د اتحادیې له غړو او مسؤولینو سره وکتل؛

press_admin
Wed, Jul 17 2024 3:58 PM
کابل

د خوړو او درملو معین د درملو داخلي تولیداتو د اتحادیې له غړو او مسؤولینو سره وکتل؛
۱۱/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۱۱ نیټه په خپل کاري دفتر کې د درملو داخلي تولیداتو د اتحادیې له غړو او مسؤولینوسره وکتل.
په دغې کتنه کې یادې اتحادیې وویل: له کومې ورځې څخه، چې د خوړو او درملو د معینیت له لورې هېواد ته په غېر قانوني ډول (بیلټۍ او قاچاق) مخه نیول شوي په تولید کې یې څو چنده زیاتوالی راغلی او د خوړو او درملو د معینیت له رهبرۍ څخه یې په یاده برخه کې د مننې او خوښۍ ترڅنګ د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" یادې اتحادې غړو او مسؤولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې داخلي تولیداتو څخه ملاتړ د یادې ادارې سره کرښه ده، نوموړي زیاته کړه نه تنها د درملو باید په ټولو صنعتي برخو کې هڅه وکړو ترڅو په خپلو پښو ودیریږو او اقتصادي ازادي ترلاسه کړو.
یاده لیدنه پر داسې مهال ترسره کیږي چې افغانستان د درملو د تولید په برخه کې ډېر پرمختګ کړی، چې اوس یو شمیر درمل بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS