د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ یو شمیر قومي مشرانو اومخورو سپینږیرو سره ولیدل!

press_admin
Sun, Dec 03 2023 9:42 AM
nangarah

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ یو شمیر قومي مشرانو اومخورو سپینږیرو سره ولیدل!

۱۸/۵/۱۴۴۵

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الاول د میاشتې په ۱۸ نیټه د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ یو شمیر قومي مشرانو مخورو سپينږېرو او ځوانانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د ناستې په پيل کې د دره نور ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو په یاده ولسوالۍ کې د نورو ستونزو مشکلاتو ترڅنګ د معیاري درملیزو تاسیساتو، په درملیزو تاسیساتو کې د مسلکي کسانود نه شتون ، د درملو او خوراکي توکو په برخه کې خپلې ستونزې او اندیښنې شریکې کړي.

په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر هغو ته ښه راغلاست ترڅنګ ، دهغوی ټولې ستونزې او مشکلات واوریدل او زیاته کړه کومې ستونزې چې د خوړو او درملو ملي ادارې پورې  تړاو لري په هغې برخه کې یې ورته د حل ډاډ ورکړل شو او هغه ستونزې چې د نورو وزارتونو او اداراتو پورې یې تړاو درلود  د هغې په اړه وضاحت ورکړل شو، او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS