د خوړو او درملو ملي ادارې پر هغو کارکوونکو ډالۍ وویشل شوې چې د دعوت او ارشاد ریاست په دیني آزموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې

press_admin
Sun, Dec 03 2023 2:03 PM
ذشقغشمه

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر  نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الاول د میاشتې په ۱۹ نیټه د یوې ستاینغونډې په ترڅ کې د ادارې پر هغو کارکوونکو ډالۍ وویشلې، چې د دعوت او ارشاد ریاست درسونو په دیني ازموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې.

ښاغلي عمر په یاده غونډه کې ټینګار وکړ، چې موږ  مسلمانان یو او خاص د الله ج د عبادت په موخه دې دنیا ته راغلي یو او که د ژوند ټولې چارې د الله ج د رضا او دشریعت مطابق مخ ته یوسو نو هر کار مو په عبادت شمیرل کیږي.

ښاغلي عمر د ادارې له کارکوونکو وغوښتل چې د الله ج د رضا لپاره خپل ځانونه په نبوي سیرت او صورت برابر کړئ، د مراجعینو ستونزو ته رسیدنه وکړي او عبس د هغو وخت مه ضایع کوئ  او کوم درسونو چې د عوت او ارشاد ریاست له لورې درکول کیږي ډېر کوشش وکړئ.

په ورته وخت کې د درملو او روغتیايي محصولاتو معین حاجي صاحب رحمت الله رؤفي په اداره کې د عوت او  ارشاد ریاست فعالیتونه وستایل او زیاته کړه چې د یاد ریاست د فعالیتونو په ترڅ ۸۰ سلنه کارکوونکو خپل ځانونه په نبوي سیرت او صورت برابر کړي دي.د ناستې په پای کې د دعوت او ارشاد ریاست د ازموینې د پایلو د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS