په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې رییس د یاد ولایت له مرستیال والي سره ولیدل؛

press_admin
Thu, Jan 11 2024 8:43 AM
nangrahr

په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې رییس د یاد ولایت له مرستیال والي سره ولیدل؛

۲۷/۶/۱۴۴۵

په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې رییس ښاغلي حافظ عبدالحی عباس او یو شمیر سوداګر  سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادالثاني د میاشتې په ۲۶ نیټه د یاد ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي سعيد احمد بنوري سره وکتل.

په دغې کتنه کې د "قدرط ټي وايټنر" سوداګرو خپلې ستونزې شریکې کړې، ښاغلي بنوري د یادو سوداګرو مشکلاتو اوریدو څخه وروسته وویل چې ستونزه به یې د خوړو او درملو ملي ادارې ته راجع کړي ترڅو يې په مسلکي ډول وڅيړي. همداراز ښاغلي بنوري وویل د کومو توکو واردول چې منع دي باید له وارداتو څخه یې ډډه وشي او سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي.

پر همدې مهال د ننګرهار ولایت د خوړو او درملو ملي ادارې رئیس حافظ عبدالحی عباس وويل، چې د مرکزي ادارې سره په هماهنګي د سوداګرو مشکلات به وڅيړي.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS