د خوړو او درملو ملي ادارې رهبرۍ کندهار ولایت لپاره د یادې ادارې له رییس سره وکتل

press_admin
Sat, Jan 20 2024 9:50 AM
بل

د خوړو او درملو ملي ادارې رهبرۍ کندهار ولایت لپاره د یادې ادارې له رییس سره وکتل؛

۶/۷/۱۴۴۵

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې رهبرۍ پنجشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب د میاشتې په ۶ نیټه کندهار ولایت لپاره د یادې ادارې له رییس ښاغلي حافظ حمید الله سره وکتل؛

په دغې کتنه کې محترم حافظ حمید الله، چې د کندهار ولایت د محترم والي صاحب په هدایت مرکز ته رالیږل شوی وه، په یاد ولایت کې یې د درملو، روغتیايي محصولاتو، قاچاقو او ورته نورو مواردو به اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه د رهبرۍ سره شریک کړل.

په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې رهبرۍ ښاغلي حمیدالله ته د ښه راغلاست ترڅنګ نموړي ستونزو ته د حل ډاډ  ورکړ او په ځینو مواردو کې ورته د ستونزو د حل لارې چارې په ګوته کړې او د کارونو د لا پراختیا په اړه یې ځينې لارښوونې هم د نوموړي سره شریکې کړې او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS