په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۲۱ قلمه تاریخ تېر خوراکي توکي چې ۱۱۰ کیلو ګرامه کیږي ترلاسه شول؛

press_admin
Tue, Jan 30 2024 8:37 AM
نظارت از کابل

په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۲۱ قلمه تاریخ تېر خوراکي توکي چې ۱۱۰ کیلو ګرامه کیږي ترلاسه شول؛

۱۷/۷/۱۴۴۵

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان ۱۴۴۵ هـ  ق کال د رجب د میاشتې په ۱۷ نیټه د کابل ښار اړوند د دوه ویشتمې ناحیې ارزان قیمت په سیمه کې له (۳)سوپر مارکيټونه (۱۴) عمده پلورنځیو څخه څارنه کړې ده.

ددغې څارنې په ترڅ کې ۲۱ قلمه تاریخ تېره خوراکي توکي، چې مجموعي وزن یې ۱۱۰ کیلو ګرامه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې د خوړو او درملو ملي ادارې ودانۍ ته انتقال شوي دي.

همدا راز ددغې څارنې په ترڅ  کې د یادو خوراکي تاسیساتو مالکینو ته اړینې او لازمې توصیې او سپارښتنې وشوې ترڅو خپل اړوند تاسیسات په عصري او پرمختللي ډول ترتیب او تنظیم کړي. تاریخ تیر، غیر مجاز او بې کیفیته خوراکي توکي ونه پلوري.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS