په کونړ ولایت کې له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې د لړۍ په شروع کیدو سره ۱۹۵ قلمه تارېخ تېر درمل او ۶۵ بوتله تاریخ تېره نوشابې ترلاسه شوې دي.

press_admin
Wed, Jan 31 2024 10:15 AM
qe

په کونړ ولایت کې له درملیزو او خوراکي تاسیساتو  څخه د څارنې د لړۍ په شروع کیدو سره ۱۹۵ قلمه تارېخ تېر درمل او ۶۵ بوتله تاریخ تېره نوشابې ترلاسه شوې دي. ۱۴۴۵/۰۷/۱۹ هـ ق

په کونړ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت د خپلو فعالیتونو په شروع کیدو سره پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ  ق کال د رجب د میاشتې په ۱۸ نیټه د یاد ولایت مرکز اسعد اباد اړوند له ۱۶ بابه درملتونونو، ۱ باب د درملو عمده پلورنځۍ او ۴ بابه خوراکه پلورنځیو څخه څارنه ترسره کړې دي.

ددغې څارنې په ترڅ کې ۱۹۵ قلمه تاریخ تېر درمل او ۶۵ بوتله تاریخ تېره نوشابې ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوې دي.

ددغې ورځنۍ څارنې به  جریان کې د درملیزو او غذایي  تاسیساتو مالکینو ته د درملو د ساتنې او خوړو د خوندیتوب اړوند لازمې سپارښتنې وشوې.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS