په هرات ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 48 کارتنه او 291 قلمه مختلف ډول تاریخ تېره او غېر معیاري خوراکي توکي ترلاسه شوي دي.

press_admin
Tue, Feb 06 2024 3:09 PM
سشی

په هرات ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 48 کارتنه او 291 قلمه مختلف ډول تاریخ تېره او غېر معیاري خوراکي توکي ترلاسه شوي دي.

1445/07/25 هـ ق

په هرات ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټيمونو نن سه شنبه د روان 1445 هـ ق کال د رجب د میاشتې په 25 نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له 6 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره کړې ده.

ددغې څارنې په ترڅ کې 48 کارتنه او 291 قلمه مختلف ډول تارېخ تېره خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شوي دي.

همدا راز ددغې څارنې په ترڅ کې د یادو تاسیساتو مسؤولینو ته د تاریخ خوراکي توکو د نه پلورلو په اړه اړینې سپارښتنې او توصیې هم شوې دي.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS