د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس د یوه پلاوي په ملتیا په بلخ ولایت کې د د یادې ادارې د ریاست څخه لیدنه وکړه

press_admin
Sun, Feb 11 2024 10:48 AM
ستشیا

د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس د یوه پلاوي په ملتیا په بلخ ولایت کې د د یادې ادارې د ریاست څخه لیدنه وکړه؛ 1445/07/30 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس حافظ ډاکټر صاحب نعیم الله ایوبي د یوه پلاوي په ملتیا بلخ ولایت ته د خپل سفرپه ترڅ کې  پرون شنبه د روان 1445 هـ ق کال د رجب د میاشتې په 29 نیټه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست څخه لیدنه وکړه.

په دغې لیدنه کې ښاغلي ایوبي د یاد ریاست د کارکوونکو فعالیتونه وستایل، د هغو ستونزې او مشکلات یې واوریدل او دحل ډاډ یې ورکړ.

نوموړي په یاد ریاست کې نویو کارکوونو ته د یادې ادارې د کارونو، فعالیتونو، دندو او خوړو د خوندیتوب په اړه هم هر اړخیز معلومات ورکړل او پر یو شمیر مواردو کې اړینې سپارښتنې له هغوی سره شریکې کړې

په ورته وخت کې په بلخ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست د یاد پلاوی له ورتګ څخه هر کلی او  مننه وکړه.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS