د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس د یوه پلاوي په ملتیا د بلخ ولایت له محترم والي سره وکتل

press_admin
Sun, Feb 11 2024 10:53 AM
والی بلخ

د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس د یوه پلاوي په ملتیا د بلخ ولایت له محترم والي سره وکتل؛ 1445/07/30 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس حافظ ډاکټر صاحب نعیم الله ایوبي، د خوراکي توکو د ثبت، لارموندنې او جواز ورکولو رییس محترم انجینیر محمد ولي عادل او په بلخ ولایت د یادې ادارې د رییس ډاکټر صاحب عبدالوحید عابدی په ملتیا یاد ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د رجب د میاشتې په 29 نیټه د بلخ ولایت د محترم والي حاجي صاحب محمد یوسف وفا سره وکتل.

په دغې لیدنه کې یاد پلاوي د خوړو او درملو ملي ادارې د دندو، صلاحیتونو، کارونو او فعالیتونو، تشکیل، د خوړو او درملو د کیفیت د کنټرول دلابراتوارونو  په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د بلخ ولایت له محترم والي څخه یې غوښتنه وکړه چې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست څخه ملاتړ او پوره همکاري یې وکړي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت محترم والي په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې هڅې او فعالیتونه وستایل او د پوره ملاتړ او همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS