د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس او مل پلاوي د بلخ ولایت د اړوندو ادارو ځايي مسؤولینو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه

press_admin
Sun, Feb 11 2024 10:57 AM
سش

د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس او مل پلاوي د بلخ ولایت د اړوندو ادارو ځايي مسؤولینو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه؛ 1445/07/30 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس حافظ ډاکټر صاحب نعیم الله ایوبي او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په جریان کې پرون شنبه د روان 1445 هـ ق کال د رجب میاشتې په 29 نیټه د یاد ولایت د مرستیال والي او اړوندو ادارو(عامي روغتیا، اقتصاد، استخبارات، صنعت او سوداګرۍ، د احکامو او فرامینو د تعیقیب ریاستونو، امینه قومندانۍ، شاوروالۍ علما شورا، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او مستوفیت) د استازو او مسؤولینو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره کړه.

په دغې لیدنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې ټاکل شوي پلاوي د یادې ادارې، دندې، صلاحیتونو او مسؤولیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په یاد ولایت کې د یادو ادارو څخه وغوښتل ترڅو په بلخ ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست سره پوره همغږي ولري.

په ورته وخت د یادو ادارو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست سره به د کارونو د لا ښه والي په موخه همغږي کوي او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS