د خوړو او درملو ملي ادارې تخینیکي ټیم د مختلفو مؤسسو له استازو او مسؤولینو سره وکتل

press_admin
Wed, Feb 14 2024 2:35 PM
sad

د خوړو او درملو ملي ادارې تخینیکي ټیم د مختلفو مؤسسو له استازو او مسؤولینو سره وکتل؛

1445/08/2 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، تخینکي ټیم د یادې ادارې درملیزو تاسیساتو ته د جواز ورکولو  د رییس ډاکټر صاحب احسان الله صدیق په مشرۍ پرون دوشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان د میاشتې په لومړۍ نیټه د مختلفو مؤسسو (ICRC, WHO, UNICEF, IRC, PUAMI, IMC, UNFPA, CARE, AKHC, INTARSO) استازو او مسؤولینو سره وکتل.

په دغې کتنې کې یادو مؤسسو د درملو د وارداتو، د رسمي پروسو د کړندیتوب او پر یو شمیر نورو مواردو کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې درملیزو تاسیساتو ته د جواز ورکولو رییس ډاکټر صاحب احسان الله صدیق هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ چې یادې ادارې په پوره توان سره مؤسساتو ته اسانتیاوې برابرې کړې او کارونه یې د ادارې له اړخه په ډېر چټکې ترسره کیږي، نوموړي په یاده لیدنه کې زیاته کړه چې د یادې ادارې په لومړیتوبونو کې د داخلي تولیداتو ملاتړ ځای لري ځکه په افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه فابریکې تولید لري او له هغوی څخه وغوښتل ترڅو په خپلو خدماتي چارو د داخلي تولیداتو څخه ګټه پورته کړي .

همدا راز په دغې کتنه له هغو څخه وغوښتل شول ترڅو خپل ټول مشکلات په کتبي بڼه ولیکي او حل په موخه یې د ادارې تخنیکي کمیټې ته وسپارئ ترڅو تخینکي کمیټه د قانون، اصولو په چوکاټ او د هېواد ملي ګټو په نظر کې نیولو سره پر هغو ستونزو کتنه او پریکړه وکړي.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS