مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړهلیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او وارداتو د تنظیم ریاست استازو، د افغان پُست دولتي شرکت مسؤلینو، د ۳۴ ولایتونو د خوړو او درملو آمرینو او نورو اړوندو تخنیکي مسؤلینو ګډون کړی و.
د دې هوکړهلیک موخه دا ده چې د هېواد له ګمرکونو څخه اخیستل شوې نمونې د کیفیت، اغېزمنتیا او مصؤنیت د ارزونې لپاره مرکزي لابراتوارونو ته په منظم، شفاف او اغېزمن ډول ولېږدول شي، ترڅو بازار ته د غیر معیاري محصولاتو د داخلېدو مخه ونیول شي او د هېوادوالو روغتیا ښه خوندي شي.
په دې غونډه کې د هوکړهلیک محتوا، د نمونو د لېږد بهیر، د اړوندو ادارو مسؤلیتونه او د هغوی رول په واضح ډول تشریح شو. د همدې میکانیزم له مخې، هغه نمونې چې د هېواد له ګمرکونو څخه د ارزونې او کنټرول لپاره اخیستل کېږي، د افغان پُست دولتي شرکت له لارې به په خوندي او معیاري ډول مرکزي لابراتوارونو ته ولېږدول شي.
همدارنګه د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت، د نمونو د لېږد د بهیر پر چټکتیا، د ولایتي مسؤلینو د پوهاوي پر لوړولو او د دې پروسې پر اغېزمن تطبیق ټینګار وشو.
د بحث او نظر تبادلې پر مهال، د بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي ډول هرات، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو د خوړو او درملو آمرینو موجودې ستونزې لکه لوژستیکي ننګونې، د نمونو د لېږلو او ترلاسه کولو ځنډ، او په ځینو ولایتونو کې د اسانتیاوو کمښت مطرح کړل.
دې غونډې د مرکز او ولایتونو ترمنځ د لا ښه همغږۍ، د نمونو د لېږد د بهیر د ښه والي او د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول د سیستم د پیاوړتیا زمینه برابره کړه او د هېوادوالو لپاره د معیاري او خوندي روغتیايي خدمتونو د تأمین په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
