د خوړو او درملو معین د یوې پلاوي په مشري د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ؛

jawid_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۴۳
مولوی حمدالله زاهد

محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د (ا.ا.ا) د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین، د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادالثاني د ۲۵مې نېټې سره سم، د یوې پلاوي په مشري چې د درملو او خوراکي توکو د ارزونې او ثبت رئیسـان، د معینیت تخنیکي سلاکاران او د وارداتي څانګو استازي پکې شامل وو، د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ او هلته یې د ایران د روغتیا وزارت له معین او د دغه هېواد د درملو او خوړو د سازمان له رئیس محترم ډاکتر مهدي پیرصالحي او مل پلاوي سره لیدنه او خبرې اترې ترسره کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د تنظیمي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې، د تخنیکي همکاریو له لارې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تنظیمي سیستم د پیاوړتیا، د تنظیمي تفاهم‌لیک د موادو د عملي کولو، د افغان کارپوهانو د ظرفیت لوړولو او هېواد ته د خوړو او درملو د وارداتو د بهیر د اسانتیا په اړه هر اړخیز بحث او خبرې اترې وکړې.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ایران اسلامي جمهوریت یو لوړپوړی پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو همکاریو او هېواد ته د خوړو او درملو د وارداتو د بهیر د اسانتیا په موخه د خوړو او درملو په معینیت کې له اړوندو مسؤلینو سره لیدنه او خبرې اترې کړې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS