د درملو د بهرنیو تولیدي کمپنیو د نوې کړنلارې له مخې درې کمپنۍ او د هغو اړوند درې قلمه درمل پاس شول؛

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۴:۲۳
BB

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو د بهرنیو کمپنیو او دهغو د اړوند اقلامو د کمیټې شپږمه  نوبتي ناسته نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول د میاشتې په ۱۹ نیټه د مقام د ناستو په تالار کې ترسره شوه.

د ثبت او راجستریشن د کمې   تې په یاده ناسته کې، چې  خوړو او درملو ملي ادارې د سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر په رهبرۍ ترسره کیږي د هندوستان هیواد د درملو دوه کمپنۍ ( Curetech skincare ) ( Synkorp laboratories ) او د پاکستان هېواد ( Himark laboratories ) درملو تولیدي  یوه کمپنۍ او د یادو کمپنیو درې قلمه اړوند درمل له هر اړخیزې څیړنې او پلټنې وروسته د ادارې د درملو د بهرنیو تولیدي کمپنیو د نوې کړنلارې له مخې پاس او د سرتفیکټ د اخیستلو وروسته به ورته په رسمي ډول هېواد ته د وارداتو اجازه ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې تردې دمه پورې د خوړو او درملو ملي ادارې د درملو د بهرنیو کمپنیو او د هغو اړوند درملیزو اقلامود نوې کړنلارې له مخې درملو  ۶ بهرنۍ کمپنۍ او د هغو اړوند ۱۴ قلمه درمل ثبت شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS