د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د درملو صنعتي پارک د ځمکو کرښه‌کښنه پيل شوه:

jawid_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۱:۰
د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د درملو صنعتي پارک د ځمکو کرښه‌کښنه پيل شوه:

د کابل ولايت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ، د خروټي کلي اړوند د درملو د صنعتي پارک د ځمکو د کرښه‌کښنې بهیر د کادستر ټیم او د کابل ولايت د املاکو رياست د انجنيرانو له لوري، د میربچه‌کوټ د املاکو مديريت په همکارۍ، پرون د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ ش کال د جدي مياشتې په ۶مه، د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو د معين محترم الحاج مولوي حمدالله زاهد، د کابل ولايت والي محترم مولوي امين الله عبيد او د يادې ولسوالۍ د يو شمېر محلي مسؤلينو په حضور کې ترسره شو.

د درملو صنعتي پارک چې ټولیزه مساحت یې ۱۱۱۶.۸۹ جريبه ځمکه ده، د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو، د اسلامي امارت د مشرتابه له مقام څخه د تائيد تر ترلاسه کولو او له اړوندو وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ وروسته، نن په رسمي ډول د عملي تطبیق پړاو ته داخل شو. دغه پروژه له ۱۸ کلونو وروسته عملي بڼه خپله کړه او په راتلونکو پړاوونو کې به یې بنسټیزې چارې لکه د سړکونو احيا، برېښنا رسول، د اوبو تأمين او د فاضله اوبو سيستم په تدريجي ډول تطبيق شي.

د يادونې وړ ده چې د کورنيو درملو د توليد ملاتړ د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه شمېرل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS