لوګر ولایت کې 10بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې 4 قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر خوراکي توکي ترلاسه شول.

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۳ - ۱۵:۰
لوگر

لوګر ولایت کې 10بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې 4 قلمه بې کیفیته او تارېخ تېر خوراکي توکي ترلاسه شول.
1445/08/21 هـ ق
په لوګر ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 20 نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له 9بابه  خوراکي تاسیساتو او 1 بابه درملتون څخه څارنه ترسره کړې ده.
ددغې ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 4 قلمه مختلف ډول تاریخ تېر او غېر معیاري خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS