میدان وردګو ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 17قلمه مختلف ډول تارېخ او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۲۱
وردک

میدان وردګو ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 17قلمه مختلف ډول تارېخ او بې کیفیته خوراکي توکي ترلاسه شول؛
1445/10/7 هـ ق
په میدان وردګو ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیسات څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان 1445هـ ق کال د شوال د میاشتې په 6نیټه د یاد ولایت مرکز  اړوند له 7بابه خوراکه پلورنځیو څخه د څارنې په ترڅ کې 17قلمه مختلف ډول تارېخ او بې کیفیته خوراکي توکې او درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د ادارې د امریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS