په لوګر ولایت کې د روانې میاشتې په جریان کې 3 ټنه(3000کیلو) بې کیفیته خوراکي او غېر خوارکي توکي راټول شوي دي

press_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۳۱
ل.گر

په لوګر ولایت کې د روانې میاشتې په جریان کې 3 ټنه(3000کیلو) بې کیفیته خوراکي او غېر خوارکي توکي راټول شوي دي.
1445/09/17 هـ ق
په لوګر ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان 1445هـ ق کال د رمضان مبارکې میاشتې له پیل څخه تر دې دمه پورې د یاد ولایت مختلفو ناحیو او ولسوالیو اړوند له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې په ترڅ کې 3000کیلو (3ټنه) مختلف ډول بې کیفیته او تارېخ تېره خوراکي، غېر خوراکي او درملیزو توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه يې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د امریت ودانۍ ته انتقال کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

BACK TO NEWS