په لوګر ولایت کې له 10 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۴:۲۱
شس

په  لوګر ولایت کې له 10 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

1445/07/25 هـ ق

په لوګر ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، آمریت پرون دوشنبه د روان 1445 هـ ق کال د رجب د میاشتې په 24 نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند د خوراکي توکو له 10 بابه سوپر مارکیټونو څخه څارنه ترسره کړه.

په  دغې څارنه 3 کارتنه مکروني، 5 کارتنه بیسکوټ او 10بستې تاریخ تیرې نوشابې ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شوې.

د یادونې وړ ده چې په دغې څارنه کې یادو خوراکي تاسیساتو مسؤولینو ته د خوراکي خوندیتوب په اړه اړینې او لازمې سپارښتنې هم وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS