په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 21 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه.

press_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۱:۸
سشی

په مرکز کابل کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 21 بابه خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه.

1445/07/24 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون یکشنبه د روان 1445هـ ق کال د رجب د میاشتې په 23 نیټه د کابل ښار اړوند د شپږمې ناحیې سه راهی علاوالدین  په سیمه کې له 3 سوپر مارکيټونه، 9 بابه عمده پلورنځیوو او 9 پرچون پلورنځیوو څخه څارنه ترسره کړې ده.

ددغې څارنې په ترڅ کې 73 قلمه تر وخت تېر شوي خوراکي توکي کشف او ضبط شول او د لمنځه وړلو په موخه د خوړو او درملو مرکزي ادارې ودانۍ ته انتقال شول.

په دې څارنه کې د یادو خوراکي تاسیساتو مالکینو ته یې اړینې توصیې او سپارښتنې وشوې،  تر څو خپل سوپر مارکیټونه،عمده پلورنځي او ګدامونه په عصري او پرمختللي ډول ترتیب او تنظیم کړي تر وخت تېر، غیر مجاز او بې کیفیته  خوراکي توکي ونه پلوري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS