په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۳۳ کارتنه مختلف ډول تاریخ تېره خوراکي توکي او مشروبات ترلاسه شول.

press_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۸:۵۵
kj

په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۳۳ کارتنه مختلف ډول تاریخ تېره خوراکي توکي او مشروبات ترلاسه شول.

۲۱/۶/۱۴۴۵

په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې ریاست، له خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټمیونو نن پنجشنبه د روان 1445هـ ق کال د جمادی الثاني د میاشتې په 21 نیټه د یاد ولایت مرکز دوهمې ناحیې اړوند سیمه کې له 15 بابه غذايي تاسیساتو څخه څارنه کړې ده.

د دغې څارنې پر مهال 28 کارتنه تاریخ تېره مشروبات او 5 کارتنه تاریخ تېره خوراکي توکي، چې مجموعي وزن یې شاوخوا 230 کیلو ګرامه کیږي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه یې په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS