په هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمیر تولیدي فابریکو څخه څارنه ترسره شوه

press_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۰:۴۰
هرات

په هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمیر تولیدي فابریکو څخه څارنه ترسره شوه
۱۳/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین او مل تخنیکي پلاوي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ‍۱۳ نیټه د یاد ولایت صنعتي ښارګوټي کې  کې بردارن مهمند، سوپرکولا او هری دنیا د خوراکي توکو تولیدي فابریکو د مختلو څانګو څخه لیدنه وکړه. 
په دغې لیدنه کې د یادو فابریکو مسؤولینو ته  د لا معیاري او عصري کیدو په موخه اړینې او لازمې سپارښتنې وشوې، چې ددغو فابریکو د مسؤولینو له لورې د ورکړل شوو سپارښتونو د عملي کولو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په یادو تولیدي فابریکو کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې، چې مختلف ډول چپس، شیرني، بیسکیټ او غیر الکولي مشروباتوتولیات لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

BACK TO NEWS