د خوړو او درملو معین بلخ ولایت ته سفر وکړ
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو محترم معین الحاج مولوي حمدالله زاهد، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا بلخ ولایت ته سفر وکړ او د دې سفر په ترڅ کې یې د خوړو او درملو د لابراتوار د ودانیزو چارو د پرمختګ بهیر څخه لیدنه ترسره کړه. دغه لابراتوار د شمال زون په کچه د خوړو او درملو له سترو او مجهزو لابراتوارونو څخه شمېرل کېږي، چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت په کنټرول کې به مهم رول ولوبوي، او بشپړېدل یې د خلکو د روغتیا د خوندي کولو او بازار ته د بېکیفیته موادو د داخلېدو د مخنیوي لپاره یو اغېزمن ګام بلل کېږي.
همدارنګه، د خوړو او درملو محترم معین د حیرتان ګمرک او د نایبآباد ګمرک له مسؤلینو سره لیدنه وکړه او د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د وارداتو د څارنې، کنټرول او تنظیم اړوند پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او د نظر تبادله وشوه. په دې غونډو کې د غیر معیاري او قاچاقي موادو د داخلېدو د مخنیوي لپاره د خوړو او درملو معینیت او ګمرکي مسؤلینو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.
په دوام کې، محترم مولوي حمدالله زاهد په بلخ ولایت کې د خوړو او درملو د کارکوونکو د کاري بهیر ستونزې او ننګونې وڅېړلې او د یادو ستونزو د حل لپاره یې د اړوندو مسؤلینو څخه د لا زیاتې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه. د ګمرک مسؤلینو هم د دې وړاندیز هرکلی وکړ او د شته ستونزو د حل او د چارو د اسانتیا لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
دا سفر په داسې حال کې ترسره شو چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت هڅه کوي د څارنې د پیاوړتیا، د تخنیکي زیربناوو د پراختیا او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي له لارې خلکو ته د معیاري او مصؤنو خوراکي توکو او درملو د برابرولو زمینه برابره کړي.
