د خوړو او درملو ملي ادارې د پنځه منزله ودانۍ ترمیم د پروژې ازاده دواطلبي د شفافي پروسې په ترڅ کې ترسره شوه

press_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۹:۳۴
as

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د پنځه منزله ودانۍ د ترمیم پروژه، چې څه موده وړاندې د ادارې د تدارکاتو امریت له لورې ازادې دواطلبۍ ته سپارل شوې وه، د داوطلبۍ پروسه یې نن پنجشنبه  د روا ن ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الاول  د میاشتې په ۲۵ نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د یوې شفافي  پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دغې داوطلبۍ کې د ګډون په موخه  شاوخوا لسو  شرکتونو نوم لیکنه کړې وه،  چې له ډلې یې درې لوژستیکي شرکتونو ( عمرقیام، پيشګام مسکن، او کلنس کابل په عملي ډول ګډون وکړ او خپل وړاندیزونه یې د تدارکاتو د طرزاعملونو قانون له مخې وړاندې کړل، د یادې داوطلبۍ ګټوونکی شرکت به د خوړو او درملو ملي ادارې د ارزونې د کمیټې له ارزولو وروسته اعلان شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

BACK TO NEWS