د خوړو او درملو ملي ادارې د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د بادغیس ولایت له محترم والي او امنیه قومندان سره وکتل؛

press_admin
Sun, Apr 21 2024 10:45 AM
بادغیس

د خوړو او درملو ملي ادارې د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د بادغیس ولایت له محترم والي او امنیه قومندان سره وکتل؛
۱۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین حاجي صاحب رحمت الله "رؤفي" او مل تخنیکي پلاوي بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۲ نیټه د یاد ولایت له محترم والي ملا صاحب عبدالصمد "جاوید" او امنیه قومندان مولوي صاحب عبدالستار "صابر" سره وکتل.
په دغې کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې، دندو، مسؤولیتونو او صلاحیتونو، همدا راز د خوړو او درملو د کیفیت، خوندیتوب او اهمیت په اړه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې.
همدارنګه په یاده کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو د وظیفوي تداخل په اړه هم بحث او خبرې ترسره شوې.
په ورته وخت کې د بادغیس ولایت محترم والي ښاغلي "جاوید" یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په بادغیس ولایت کې د خوړو او درملو د آمریت له پرانیستېدو خوښي څرګنده کړه او په راتلونکو کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS