د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست د جوزجان ولایت له آمریت څخه لیدنه وکړه؛

press_admin
Sun, Apr 21 2024 1:25 PM
جوزجان

د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست د جوزجان ولایت له آمریت څخه لیدنه وکړه؛
۱۲/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر او مل پلاوي شمال ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ  کې نن یکشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۲ نیټه د جوزجان ولایت له آمریت څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې چې د یاد آمریت مسؤولینو او کارکوونکو شتون درلود، د هغوی د کارونو ارزونه وشوه، چې په کمه موده کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، چې له هغې جملې څخه په تېرو ۴ میاشتو کې د ۴ ټنه بې کیفیته خوراکي توکو او درملو هدر، د درملو مارکیټ څخه څارنه او د خوراکي توکو کیفیت کنټرول ته اشاره وشوه.
په یاده لیدنه کې ښاغلي عمر د جوزجان امریت کارکوونکو د کارونو د لا سمون په موخه د نورو اړوند لارښوونو ترڅنګ وویل چې خپل کار په صداقت او اخلاص سره  ترسره کړئ، خپلې دندې امتیاز نه بلکې یو ستر مسؤولیت وبولئ. 
د ناستې په پای کې د جوزجان آمریت  د کارونو پر وړاندې د هغوی ستونزې او مشکلات واوریدل شول، چې د حل ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS