د خوړو او درملو معین د غور ولایت د روغتیايي سیستم د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ؛

press_admin
Sat, Jun 08 2024 8:40 AM
عبدالباری عمر

د خوړو او درملو معین د غور ولایت د روغتیايي سیستم د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ؛
۲۸/۱۱/۱۴۴۵ هـ ق
د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین الحاج ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۸ نیټه غور ولایت کې د وروستیو سیلابونو د راوتلو څخه وروسته د یاد ولایت د روغتیايي سیستم د ارزونې په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له محترم والي مولوي احمد شاه "دین دوست " سره وکتل او د وروستیو سیلابونو د راوتلو له امله یې د اغیزمن شویو کورنیو سره  خپل ژوره خواشینې او ډاډ ګیرنه شریکه او  د خوړو او درملو معینیت له لورې راټوله کړې ۳۴۱ کارتنه مختلف ډول د درملو مرسته چې په مجموعي ډول ۲ ټنه کیږي تسلیم کړه.
ښاغلي "عمر" د خپل سفر په ترڅ کې د غور له محترم والي ښاغلي "دین دوست" په ملتیا د یاد ولایت د وروستیو سیلابونو د راوتلو له امله د اغیزمن شویو سیمو او دغور ولایتي روغتون  څخه لیدنه وکړه او د یادو سیمو له اوسیدونکی سره یې په دغې غمیزه کې ځان شریک وباله او له هغو سره یې خپل خواشیني او ډاډ ګیرنه شریکه کړه او هلته یې د روغتايي مسؤولینو ستونزې او مشکلات واوریدل او د حل ډاډ یې ورکړ.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS