بدخشان ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۷ بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه

press_admin
Thu, Jan 11 2024 8:36 AM
ad

بدخشان ولایت کې د ورځنۍ څارنې پر مهال ۷ بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

۲۷/۶/۱۴۴۵

په بدخشان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمريت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د خپلو کارونو د پیلیدو سره سم پرون سه شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثاني د میاشتې په ۲۶ نیټه د یاد ولایت مرکز اړوند له ۶ بابه درملتونونو او ۱ باب عمده پلورنځۍ څخه څارنه ترسره کړه.

په دغې څارنه کې شاوخوا ۲۵ قلمه مختلف ډول تاریخ تېره درمل او روغتیايي محصولات راټول او د هدر په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت ودانۍ ته انتقال شول.

همدا راز ددغې څارنې په ترڅ کې په درملتونو باندې د ادارې خبرتیا هم توزیع شوه ترڅو خپل درملیز تاسیسات او درملیزې چارې د خوړو او درملو ملي ادارې د اصولو او قوانینو مطابق برابرې کړي.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS