د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیرتان ګمرک له مرستیال سره وکتل

press_admin
Mon, Feb 12 2024 8:37 AM
شسی

د خوړو او درملو ملي ادارې د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د حیرتان ګمرک له مرستیال سره وکتل؛

1445/07/30 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رییس ډاکټر صاحب نعیم الله ایوبي او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن یک شنبه د روان 1445 هـ ق کال د رجب د میاشتې په 30 نیټه د حیرتان ګمرک له مرستیال مولوي صاحب جبیر سره وکتل.

په دغې کتنه کې ښاغلي ایوبي په ځینو برخو کې شته ستونزې او مشکلات شریک کړل.

په ورته وخت کې د حیرتان ګمرک مرستیال ښاغلي جبیر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پوره همکارۍ ډاد ورکړ.

ډاکټر نعیم الله ایوبي د حیرتان ګمرک څخه د لیدنې په ترڅ کې په یاد ګمرک کې د خوړو او درملو ملي ادارې کارکوونکو ته په ټینګار سره وویل چې د ګمرک او اړوندو ادارو سره باید ښه همغږي ولرئ.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS