د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د درملیزو خدماتو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

press_admin
Tue, Feb 13 2024 12:05 PM
asd

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د درملیزو خدماتو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل؛

1445/08/2 هـ ق

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن  سه شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 2 نیټه په خپل کاري دفتر کې د درملیزو خدماتو د اتحادیې له رییس ښاغلي اسدالله کاکړ او غړو سره وکتل.

دغه ناسته د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په لوستلو سره پیل شوه، د ناستې په پیل کې د درملیزو خدماتو اتحادیې د درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې خپلې ستونزې له مقام سره شریکې کړې.

په ورته وخت کې ډاکټر صاحب عبدالباري عمر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د قانون او اصولو له مخې د ستونزو او مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ.

ښاغلي عمر په یاده ناسته کې خلکو ته د باکیفیته درملو او روغتیايي محصولاتو د رسولو په برخه کې د ادارې او اتحادیې ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ  او یاده ناسته په دعایه کلام سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS