په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر د یاد ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت او اطلاعات او کلتور له رییسانو سره وکتل؛

press_admin
Sun, Feb 18 2024 1:47 PM
سمنګان

په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر د یاد ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت او اطلاعات او کلتور له رییسانو سره وکت؛

1445/08/7 هـ ق

په سمنګان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر ډاکتر ذبیح الله "حافظ" پرون شنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 7 نیټه د یاد ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت له رییس مفتي صاحب خان محمد "لبیب" او د اطلاعاتو کلتور له رییس مولوي صاحب محمد فیروز"منیب" سره وکتل.

په دغې لیدنه کې ډاکټر ذبیح الله "حافظ" په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت پرانیستنې او د خپلو وروستیو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

به ورته وخت کې د سمنګان ولایت د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت رییس ښاغلي خان محمد لبیب په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت له پرانیستلو خوښي څرګنده کړه.

همدا راز ډاکتر صاحب «حافظ» د یاد ولایت د اطلاعاتو کلتور له رییس مولوي صاحب محمد فیروز"منیب"  سره د خپلې لیدنې په ترڅ د نورو اړوندو ادارو له لورې د وظیفوي تداخل په اړه خپله ستونزه شریکه کړه چې نوموړي له لورې ورته د هر اړخیزې همکارئ ژمنه وشوه.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS