په ننګرهار ولایت کې د ورځې څارنې په جریان کې له 27 بابه درملیزو او غذايي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

press_admin
Tue, Feb 27 2024 10:57 AM
ننکرگرهار

په ننګرهار ولایت کې د ورځې څارنې په جریان کې له 27 بابه درملیزو او غذايي تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه؛

1445/08/16 هـ ق

په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو پرون دوشنبه د روان 1445هـ ق کال د شعبان د میاشتې په 15نیټه د یاد ولایت په لومړۍ، دوهمې او  اوومې ناحیو اړوند له 27بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه ترسره کړې ده.

په دغو تاسیساتو کې 5 بابه درملتونونه، د باختر افغان په نوم د درملو یوه فابریکه، 10بابه د خوراکي توکو پلورنځيو، 10بابه کلچه پزي او د چنه چورو 1 توليدي فابریکه شامل دي.

ددغې څارنې په ترڅ کې 22 قلمه او 50 کیلو ګرامه بې کيفيته، غير معياري او تاريخ تېري درمل او خوراکي توکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو رياست ودانۍ ته انتقال شول.

د څارنې یادو ټيمونو د درمليزو او غذايي تاسيساتو مسؤلينو ته د خوړو او درملو ملي ادارې د قوانينو، اصولو او مقرراتو په اړه عامه پوهاوی ورکړ او لارښوونه يې وکړه چې په آينده کې دغه ټول اصول مراعات کړي.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS