د خوړو او درملو معین د Relief International مؤسسې له مرستیال او مل پلاوي سره وکتل؛

press_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۸:۳۱
کابل

د خوړو او درملو معین د Relief International مؤسسې له مرستیال او مل پلاوي سره وکتل؛
۴//۱۴۴۶ هـ ق
د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن چهارشنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم د میاشتې په ۴ نیټه په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د Relief International مؤسسې له مرستیال ښاغلي مارک ویلمام او مل پلاوي سره وکتل.
په دغې کتنه کې د افغانستان د درملو توریدي شرکتونو پر ظرفیت لوړونې بحث او خبرې ترسره شوې، چې څنګه کولی شو د درملو او روغتیايي محصولاتو توریدي شرکتونو ظرفیت لوړکړو،  ترڅو هېواد ته باکیفیته درمل او روغتیايي محصولات را وارد کړي او د انتقال، تذخیر، او توزیع پروسه یې په ملي او بین المللي معیارونو سره سمه برابره شي.
په پای کې دواړو لورو پر همدې پریکړه وکړه چې یاد اقدام ته به عملي جنبه ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS