په ننګرهار ولایت کې دخوړو اودرملو ملي ادارې د ریاست فعالیتونه وستایل شول

press_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۴ - ۱۰:۵۱
ننگرهار

په ننګرهار ولایت کې دخوړو اودرملو ملي ادارې د ریاست فعالیتونه وستایل شول؛
1445/09/22 هـ ق
 د ننګرهار ولايت دکار ټولنيزو چارو رئیس مولوي صاحب فريدالله حقاني په مشرۍ یوه پلاوي، چې په کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مولوی صاحب مطیع الله طلحه او د ولايت مقام بشري سرچینو رئیس مولوي صاحب محمدطاهر جلالي شامل دي په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د ریاست د اداري کړنو ارزونه وکړه.
ياد پلاوي دخوړو اودرملو ریاست د کار کوونکو حاضري او نور بېلابېل ډوله اسنادونه وکتل او مسئولينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې ترڅنګ د ياد رياست اړوند بېلابېلو څانګو او شعباتو چارې وليدې د ښو کړنو ستاينې ترڅنګ يې نېمګړتياوې په ګوته او د حل لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

BACK TO NEWS