د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

jawid_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یو رسمي سفر په ترڅ کې د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې هېواد ته روان شو.

ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی به د خپل سفر په جریان کې د ترکیې د درملو او طبي وسایلو ادارې (TİTCK) له مسئولینو سره لیدنې ترسره کړي او د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم اړوند مهمو موضوعاتو په اړه به خبرې او د نظر تبادله وکړي. همدارنګه د دې سفر په پروګرام کې د ترکیې د ځینو درمل جوړونې فابریکو تخنیکي لیدنه هم شامله ده، څو د درملو د تولید په برخه کې د هغه هېواد له تجربو او تخنیکي پرمختګونو څخه ګټه واخیستل شي.

تمه کېږي چې دغه سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو د تولید او وارداتو په برخه کې د همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا لامل شي، ترڅو په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه خلکو ته د لوړ کیفیت او مناسب قیمت درملو ته لاسرسی لا ښه تأمین شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۲۹
Background image

مرکزي لابراتوارونو ته د ګمرکي نمونو د لېږد لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه؛

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت او د افغان پُست دولتي شرکت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړه‌لیک د معرفي او پلي کولو په موخه د همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د درملو د صادراتو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په بنګله‌دېش کې د خوړو او درملو معینیت د تخنیکي پلاوي او ۲۹ تولیدي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي، چې مشري یې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس محترم الحافظ ډاکټر نعمت الله ایوبي کوله، په بنګله‌دېش هېواد کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۰
Background image

د خوړو او درملو معینیت د کارکوونکو لپاره د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» ښوونیز پروګرام پیل شو

د «داخلي تولیداتو د اقلامو د جامع دوسیې ارزونې (DMF)» تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز پروګرام د مسؤلینو، استادانو او د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت ریاست د ۳۵ تنو. . .

BACK TO NEWS