په جوزجان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر په یاد ولایت کې د مختلفو ادارو له مسؤولینو سره کتلي دي.

press_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۲:۱۵
ضصث

په جوزجان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمر په یاد ولایت کې د مختلفو ادارو له مسؤولینو سره کتلي دي.

1445/07/20 هـ ق

په جوزجان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې آمریت چې تازه یې به یاد ولایت کې په  فعالیت پیل کړې ده، د یاد آمریت آمر ښاغلي ملا عبدالغنی صمیم د آمریت د کارونو د پیل څخه را په دیخوا په یاد ولایت کې د یادې ادارې د کارونو د لا پراختیا او د لا همغږۍ په موخه د مختلفو ادارو، چې له هغې جملې د یاد ولایت د محترم والي صاحب او د عامي روغتیا، صنعت او سوداګرۍ او د استخبارتو ریاستونو له مسوؤلینو سره کتلي دي.

په دغو لیدنو کې ښاغلي صمیم د خوړو او درملو ملي ادارې، د کارونو، مسؤولیتونو، دندو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړي دي.

په ورته وخت کې د یادو ادارو مسوؤلینو په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د آمریت پر فعالیدو خوښي څرګنده کړې، په کمه موده کې د یاد آمریت فعالیتونه ستایلی او په راتلونکې کې یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

د دوايي بازار د وضعیت د ارزونې او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، د خوړو او درملو معینیت د درملو د برخې له رییسانو او د دې معینیت له متخصصینو سره نن سه‌شنبه، د ۱۵. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۴۸
Background image

د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس د بنګله‌دېش د درملو د صنعت اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ ق کال. . .

BACK TO NEWS