په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 13 بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه

press_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۹
شسی

په ننګرهار ولایت کې د ورځنۍ څارنې په ترڅ کې 13 بابه درملیزو تاسیساتو څخه څارنه ترسره شوه

1445/07/26 هـ ق

په ننګرهار ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، ریاست له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه  څارنې ټیمونو د  خپلې څارنې د لړۍ په دوام پرون سه شنبه د روان 1445 هـ ق کال د رجب د میاشتې په 25 نیټه د یاد ولایت دوهمې ناحیې اړوند الظاهر روغتیا پلازه او د پوهنتون شفاخانې سیمو کې د توریدي شرکت له 4 بابه نماینده ګیو، 5 بابه د درملو عمده پلورنځیو، او 4 بابه درملتونونو څخه څارنه ترسره کړه.

ددغې څارنې په ترڅ کې 24 قلمه غېر معیاري او تارېخ تېره درمل ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه  په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د ریاست ودانۍ ته انتقال شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۸
Background image

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور کې د کابل ښار د کابل ګرند هوټل په تالار کې ترسره شوه.

د «افغانستان اسلامي امارت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا» غونډه د لوړو پوړو چارواکو، د روغتیا سکتور مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو په حضور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین د ازبکستان جمهوریت د درملو صنعت د پراختیا ادارې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره د شنبې ورځې په ماسپښین، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۱۷ نېټه،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۴۹
Background image

د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس د تخنیکي ټیم په مشرۍ ترکیې ته ولاړ

محترم الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رئیس، پرون جمعه د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شعبان میاشتې په ۱۸مه نېټه، د. . .

BACK TO NEWS