د کیمرو او تکنالوژي وسایلو د برابرولو ازاده دواطلبي د شفافې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
۲۰/۴/۱۴۴۵
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د اړتیا وړ کیمرو او تکنالوژي برابرول (تهیه او تدارک)، چې څه موده وړاندې د ادارې د تدارکاتو امریت ازادې دواطلبۍ ته سپارلی وه، د داوطلبۍ پروسه یې پرون شنبه د روا ن ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۰ نیټه د ادارې د ناستو په تالار کې د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
دغې داوطلبۍ کې د ګډون په موخه ۱۵ شرکتونو شرطنامې اخیستې وې، چې له ډلې یې درې لوژستیکي شرکتونو( الدیان ، میرغني او ملي موسی زی ) په عملي ډول ګډون وکړ او خپل وړاندیزونه یې د تدارکاتو د طرزاعملونو قانون له مخې وړاندې کړل، د یادې داوطلبۍ ګټوونکی شرکت به د خوړو او درملو ملي ادارې د ارزونې د کمیټې له ارزولو وروسته اعلان شي.