د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د جوزجان ولایت له محترم والی سره وکتل

press_admin
Sat, Apr 20 2024 11:25 AM
جوزجان

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د جوزجان ولایت له محترم والی سره وکتل؛
۱۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر د هېواد شمال ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۹ نیټه د جوزجان ولایت له محترم والي قاري صاحب گل حیدر "شفق"سره وکتل.
په دغې کتنه کې د درملو، خوراکي توکو او طبی وسایلو د کیفیت او خوندیتوب، همدا راز په جوزجان ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د آمریت په اړه، چې نوی یې په یاد ولایت کې فعالیت پيل کړی د چارو د ښه سمون او پرمختګ په اړه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې.
په ورته وخت کې د جوزجان محترم والي ښاغلي "شفق" د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دغه ولایت کې د خوړو او درملو د آمریت له پرنیستیدو خوښې څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې تر ډېر یې په یاد ولایت کې  د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو مخنیوی کړی، نوموړي د یاد آمریت له کارونو هم خوښې څرګنده کړه او په راتلونکی کې د همکارۍ پوره ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS