د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د هرات ولایت د خوړو او درملو د ریاست څخه لیدنه وکړه؛

press_admin
Sat, Apr 20 2024 11:29 AM
هرات

د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین د هرات ولایت د خوړو او درملو د ریاست څخه لیدنه وکړه؛
۱۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د درملو او روغتیايي محصولاتو معین حاجي صاحب رحمت الله رؤفي او مل تخنیکي پلاوي د تېرې بنجشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۹ نیټه  هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال په یاد ولایت کې د خوړو او درملو د ریاست څخه لیدنه وکړه؛
په دغې لیدنه کې ښاغلي رؤفي د هرات ولایت د خوړو او درملو د ریاست کارونه او فعالیتونو وستایل، د یاد ریاست کارکوونکی یې خپلو مسؤولیتونو ته لا متوجه کړه او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې. 
ښاغلي رؤفي د یاد ریاست له کارکوونکو او مسؤولینو سره د لیدنې په ترڅ کې وویل تاسې ته درسپارل شوي دنده امتیاز نه بلکې د هېواد د آبادۍ په برخه کې ستر مسؤولیت دی، چې باید په ښه ډول ترسره شي، په پای کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې معین په هرات ولایت کې د خوړو او درملو د ریاست د کارکوونکو ستوتزې واوریدې او د حل ډاډ یې  ورکړ.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS