د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د سرپل ولایت له محترم والی سره وکتل

press_admin
Sat, Apr 20 2024 11:32 AM
سرپل

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د سرپل ولایت له محترم والی سره وکتل؛
۱۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر او مل پلاوي شمال ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال د میاشتې په ۱۱ نیټه د سرپل ولایت له محترم والي محمد یعقوب "عبدالرحمن اکه" سره وکتل؛
په دغې کتنه کې د خوړو د خوندیتوب، د درملو او طبي وسایلو د کیفیت او همدا راز په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې، د آمریت د پرانیستلو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
په ورته وخت کې د سرپل ولایت محترم والي د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ته د ښه راغلاست ترڅنګ ورته موضوعاتو ته په اشارې سره په یاد ولایت کې د خوړو او درملو د آمریت پرانستل مهم و بلل.
ټاکل شوي ده چې نن د خوړو او درملو ملي ادارې، مستقل آمریت په یاد ولایت کې پرانیستل شي.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS