د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په رسمي ډول د خوړو خوندیتوب د  بین المللي تنظیمي ادارو د شبکې یا   INFOSANغړیتوب ترلاسه کړ

press_admin
Thu, May 09 2024 11:56 AM

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په رسمي ډول د خوړو خوندیتوب د  بین المللي تنظیمي ادارو د شبکې یا   INFOSANغړیتوب ترلاسه کړ؛
دغه شبکه د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د کرهڼی او خوړو سازمان (FAO) له لورې جوړه شوې، چې د ۱۸۸ هیوادونو د خوړو خوندیتوب د تنظیمي ادارو غړي لري. د خوړو او درملو ملي ادارې، خوراکي توکو ته  د ثبت جواز ورکولو او لار موندنې رییس انجینر محمد ولي عادل د یادې ادارې د استازې په توګه په دغې شبکه کې تعین شوی ده.
یادې شبکې غړیتوب په ترلاسه کولو سره د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره کولی شي، په نړۍ کې د خوړو خوندیتوب د وضعیت  په تړاو ټول معلومات: لکه  د بې کیفیته او غېر خوندي  خوړو څخه د ناروغیو خپریدل، د خوړو خوندیتوب علمي پرګرامونو کې ګډون ، د مختلفو هېوادو د تنظیمي ادارو سره اړیکه، د خوړو خوندیتوب په تړاو علمي معلومات، د نورو هېوادونو د خوړو د خوندیتوب د سیستم کنټرول، د خوړو د برخې له بین المللي متخصصینو سره اړیکه او په بین المللي سوداګرۍ کې د خوړو خوندیتوب په اړه د معلوماتو ترلاسه کول.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS