د خوړو او درملو معین د MSF  مؤسسې له رییس او مل پلاوي سره وکتل؛

press_admin
Mon, Jun 10 2024 8:51 AM
معین

د خوړو او درملو معین د MSF  مؤسسې له رییس او مل پلاوي سره وکتل؛
۲/۱۲/۱۴۴۵
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو  معین الحاج ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر" نن یکشنبه  د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالحجه  د میاشتې په ۲ نیټه په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د MSF  مؤسسې له رییس ښاغلي فلیپ "ریبیرو" او مل پلاوي سره وکتل.
په دغې ناسته کې درملو او روغتیايي محصولاتو د داخلي تولیداتو د ودې او پرمختګ په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د ناستې په پيل کې  د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري “عمر” د یادې مؤسسې رییس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د درملو او روغتیايي محصولاتو پر ملاتړ، ودې او پرمختګ ټینګار وکړ، نوموړي زیاته کړه چې افغانستان په نړیوالو معیارونو برابرې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید فابریکې لرې او ترڅنګ یې سلګونه  توریدي شرکتونه فعالیت کوي او   معتبرو  کمپنیو څخه باکیفیته درمل او روغتیايي محصولات واردوي.
پر همدې مهال  د یادې مؤسسې رییس ښاغلي “فلیپ “په افغانستان کې د خپلو خدماتي چارو د رسونې په برخه کې د هېواد د درملو داخلي تولیدي فابریکو او داخلي مارکيت څخه د درملو د اخیستنې اماده ګي  وښوده او زیاته کړه چې په خپلو خدماتي چارو کې به د افغانستان داخلي ظرفیت په نظر کې ونیسي او له هغو څخه به خریداري کوي.
په ورته وخت کې د خوړو او درملو معین ښاغلي "عمر" د ((MSF مؤسسې یاد اقدام څخه هرکلی وکړ، نوموړي زیاته کړه  هر سازمان چې په یوه هيواد کې فعالیت کوي  باید د هغه هېواد داخلي ظرفیت په نظر کې ونیسي او له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ او پرمختګ د خوړو او درملو د معینیت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
د یادونې وړ ده چې د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري "عمر " تردې وړاندې د اړوندو نړیوالو مؤسسو سره په لیدنه کې په ټینګار سره ویلي وه،  هر مؤسسه او سازمان چې په افغانستان کې درملیز خدمات وړاندې کوي  اړ ده ترڅو داخلي ظرفیت، داخلي فابریکې او مارکیټ په نظر کې ونیسي او له هغو څخه خریداري وکړي.
 

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS