د خوړو او درملو معین د PUAMI مؤسسې له رییس او مل پلاوی سره وکتل؛

press_admin
Thu, Jul 11 2024 8:26 AM
کابل

د خوړو او درملو معین د PUAMI مؤسسې له رییس او مل پلاوی سره وکتل؛
۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین ډاکټر صاحب عبدالباري عمر نن چهار شنبه د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د محرم  د میاشتې په ۴ نیټه په خپل کاري دفتر کې PUAMI مؤسسې له رییس ښاغلي جلال الدین جروم  او مل پلاوي سره وکتل.
په دغې لیدنه کې افغانستان ته د مؤسساتو له لورې په  خوندي ډول د درملو د انتقال او کیفیت باندې بحث او خبرې ترسره شوې او د یادې مؤسسې څخه وغوښتل شول ترڅو د درملو په انتقال کې د خوړو او درملو د معینیت قوانین مراعت کړي.
پر همدې مهال د یادې مؤسسې رییس او مل پلاوي د خوړو او درملو په برخه کې د یادې معینیت فعالیتونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د خپلو وارداتي درملو کیفیت او د  هغو خوندي انتقال ته پوره پاملرنه وکړي او په دې برخه کې به د خوړو او درملو د معینیت ټول قوانین عملي کړي.

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS