خوست ولایت کې د تلې (میزان) د میاشتې دوهمې اونې په جریان کې له ۵۱ بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې پر مهال ۲۶ قلمه مختلف ډول تاریخ تیره خوراکي توکي او درمل راټول کړي دي؛

press_admin
Sun, Oct 08 2023 2:28 PM
khost

خوست  ولایت کې د تلې (میزان) د میاشتې دوهمې اونې په جریان کې له ۵۱  بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو  څخه د څارنې پر مهال ۲۶ قلمه مختلف ډول تاریخ تیره خوراکي توکي او درمل راټول کړي دي؛
خوست  ولایت کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې امریت ،له خوراکي او درملیزو تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول د میاشتې دریمې اوونۍ په جریان کې د یاد ولایت مختلفو ناحیو اړوند له ۵۱  بابه درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه چې په هغو کې ۱۲  بابه درملتونونه ، د توریدي او تولیدي فابریکو او شرکتونو له ۷ بابه نماینده ګي، ۱۲ بابه د غذايي موادو نماینده ګۍ او ۲۰ بابه د خوراکي توکو له تولیدي فابریکو نماینده ګۍ شاملې دي څارنه او پلټنه کړې ده.
ددغې څارنې پرمهال ۱۲  قلمه مختلف ډول  تاریخ تیر درمل  او ۱۴ قلمه مختلف ډول تاریخ تیره خوراکي ترلاسه او د لمنځه وړلو په موخه په یاد ولایت کې د خوړو او درملو ملي ادارې د امریت  ودانۍ ته انتقال شوي دي
د یاد ولایت امریت له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه د څارنې ټیمونو د خپلې څارنې پرمهال اړینې او لازمې سپارښتنې د خوراکي او درملیزو تاسیساتو د لا معیاري کیدو په موخه شریکې کړې دي

Latest news

Thu, Apr 30 2026 8:29 AM
Background image

Coordination Meeting Held for the Transfer of Customs Samples to Central Laboratories

A coordination meeting was held to introduce and implement the signed memorandum of understanding between the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health and the. . .

Wed, Apr 29 2026 10:34 AM
Background image

Coordination Meeting Held Between the Technical Delegation of the Food and Drug Deputy Ministry and 29 Manufacturing Companies in Bangladesh

The technical delegation of the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health, led by محترم Alhaj Dr. Nematullah Ayubi, General Director of Regulation of Medicines and. . .

BACK TO NEWS