د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د UNFPA له مرستیال سره وکتل

press_admin
Sun, Dec 03 2023 9:47 AM
un

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د UNFPA له مرستیال سره وکتل

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر د UNFPA مؤسسې له مرستیال ښاغلي مارک هاچنسن سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغې لیدنه کې مارک هاچنسن د ادارې له مشرتابه  څخه غوښتنه وکړه چې د دوی د درملو د وارداتو پروسه کې ګړندیتوب رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د ادارې محترم رییس ډاکټر صاحب عبدالباري عمر وویل، هر مؤسسه چې افغانستان ته درمل واردوي باید په لومړي قدم کې د افغانستان درملیزو تولیداتو ته اولیت ورکړې او د داخلي تولیداتو څخه دې ګټه پورته کړي ځکه د افغانستان د درملو تولیدات لوړ کیفیت لرونکي دي، او هغه درمل چې په افغانستان نه تولیديږي مؤسسات اړ دي ترڅو د بهر له هغو کمپنیو څخه یې  واردات ترسره کړي چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره کې ثبت وي.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS