د خوړاو درملو ملي ادارې سرپرست د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې مؤسسې له رییس سره وکتل؛

press_admin
Thu, Dec 14 2023 2:26 PM
ظط

۳۰/۵/۱۴۴۵

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر صاحب عبدالباري عمر د بین المللي مؤسسو سره د خپلو ناستو په دوام نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الاول د میاشتې په ۳۰ نیټه د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې مؤسسې ( Save the children ) له رییس ښاغلي ارشد ملک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغې کتنه کې د یادې مؤسسې رییس د هېواد په مختلفو برخو کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړل او په ډاګه کړه چې یاده مؤسسه د ( تعلیم ـ روغتیا ) په برخه کې ډېر فعالیت لري.

په ورته وخت کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست هغو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د تېر په څير د داخلي تولیداتو په ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه  چې ټولې مؤسسې، کومې چې د روغتیايي چارو په برخه کې فعالیت لري او له هېواد څخه بهر درمل را واردوي باید په لومړي قدم کې د درملو داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو ترڅنګ د درملو داخلي مارکیټونه ظرفیت هم په نظر کې ونیسي.

ښاغلي عمر زیاته کړه د کومو نړیوالو سازمانونو او مؤسسې کارونو چې د ادارې پورې تړاو لري د اصولو او قوانینو له مخې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د ناستې په پای کې د یادې مؤسسې رییس د خوړو او درملو ملي ادارې اړوند د ټولو اصولو او قوانینو د رعایتولو ژمنه وکړه.

Latest news

Sat, Feb 07 2026 10:49 AM
Background image

Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation Travels to Türkiye Leading a Technical Delegation

Dr. Hafiz Naimullah Ayubi, Director General of Pharmaceutical and Health Products Regulation under the Food and Drug Deputy Ministry of the Ministry of Public Health of the Islamic. . .

BACK TO NEWS